ایران د زاهدان-چابهار د رېل پټلۍ جوړولو کار پیل کړ
دا خبره د ایران دولتي رسنۍ ایرنا راپور کړې ده.
ایرنا خبري اژانس د دې هېواد د ښار جوړونې د وزیر محمد اسلامي له قوله ویلي چې دا پروژه د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ درې اړخیزه موافقه پياوړې کوي.
راپور وايي چې د رېل دا پټلۍ به په ایران کې دننه د رېل په شبکه کې یو تحول رامنځته کړي او له افغانستان سره به د توکو او خدماتو د مبادلې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
افغانستان چې مخکې یې له نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې يې د راکړې ورکړې ډېره تکیه د پاکستان پر کراچۍ بندر کوله، په وروستیو کې د ایران د چابهار او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د نویو ټرانزیتي لارو موندلو او پرانیستلو لټه کړې او توانېدلی چې تر ډېره د پاکستان پر کراچۍ بندر خپله تکیه کمه کړي.