د هند او چین ترمنځ پر پوله راولاړ شوي اختلافونه حل شول
دا هوکړه نن (د سپټمبر په ۱۱مه) د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شنکر او چینایي سیال وانګ یي ترمنځیې په مسکو کې لاسلیک شوه.
په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په سرحدي سیمه کې د اختلافونو د هواري هوکړه کړې او منلې ده چې د دې ناندریو دوام د هېڅ لوري په ګټه نهدی.
اعلامیه کې راغلي چې د بحراني حالت د ښه کېدو په هدف سیاسي او پوځي هڅې هم ترسره شوې دي.
د راپورونو له مخې، د مسکو تر غونډې مخکې د هند او چین ترمنځ تېره اوونۍ اختلافونه زیات شوي وو.
دواړه هېوادونه یو بل په پوځي اقدام تورنوي.
دغه دواړه هېوادونه چې اټمي وسلې هم لري، سرحدي سیمو کې نښتې کړي، خو تر اوسه د مرګژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.