خوست کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت ۶۸ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري ازادي راډیو ته وویل چې دغو ۶۸ پروژو کې ۱۹ د پیازو او ۴۹ د کچالو زېرمتونونه شامل دي.
نوموړي وویل چې له دې لارې به کروندګر وکولای شي خپل راټول کړي حاصلات په کور دننه خوندي او د اړتیا په صورت کې بازار ته وړاندې کړي.
د دغو پروژو ټولیز لګښت ۳۷ میلیونه او ۳۸۰ زره او ۱۳۷ افغانۍ ده چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
یادې پروژې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو لپار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په چوکاټ کې پلي شوي دي.