آنتونی بلېنکن: امریکا به د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکړي
بلېنکن پرون دوشنبه(د سلواغې ۱۳مه) د اوکراین له بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا سره په ټیلیفون خبرې وکړې او دا ژمنه یې هم ورکړه چې له روسیې سره به د اوکراین د ختیځ او د کریمیا ټاپو وزمه د اشغال په اړه له ډیپلوماټیکو لارو خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې له اوکراینه وغوښتل چې له اداري فساد سره پیل کړې مبارزه، همدا راز د قانون د حاکمیت او اقتصادي اصلاحاتو په برخو کې هڅو ته ادامه ورکړي.
وروسته تر دې چې روسیې په دوه زره څوارلسم کال کې د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه لاندې کړه، کییف د روسیې پر ضد د واشنګټن ملاتړ ته مخه کړه.