غزني چارواکي: ۲ جلا پېښو یو تن وژلی او ۷ یې ټپیان کړي
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د لومړۍ پېښې په اړه وویل چې نامعلومو وسله والو د استېناف محکمې یو کار کوونکي وویشت:" نن سهار د غزني ولایت د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه قدم په سیمه کې نامعلومو وسله والو د استېناف محکمې کمپیوټر کار چې قربان علي نومېده، په شهادت رسولی."
د جمعه زاده په وینا د استېناف محکمې دا مامور دنده ته روان و چې برید پرې وشو.
تېره میاشت د دې محکمې یو بل کار کوونکی هم دې ته په ورته برید کې وژل شوی و.
له دې جلا په غزني کې نن په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي دي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، په دې پېښه کې چې تر غرمې وروسته وشوه، ۲ پوځیان او ۵ ملکیان ژوبل شوي دي.