د پکتیا چارواکي: واورې ښوئیدنې ۲۵ طالبان ووژل
د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اړوند د زغنې تنګي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو غوښتل د کرښې د هغه غاړې څخه د افغانستان خاورې ته را داخل شي.
د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکو له دې وړاندې ازادي راډيو سره په خبرو کې له افغان حکومته په وار- وار غوښتنه کړې چې یاده لاره د وسله والو د تګ راتګ پر مخ وتړي، خو په خبره یې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.