د هالوکاست د ژوندیو د مارش ځانګړي مراسم په انلاین ډول ترسره شول
دا مناسبت چې هر کال د اپرېل په اتمه نېټه لمانځل کېږي له هغې ورځې سره برابر دی چې په پولنډ کې د نازي جرمني له مرګوني کمپ اشویځ څخه پاتې ژوندي خلک وژغورل شول.
پرون په بیتالمقدس کې په دې مناسبت د ځانګړي الارم له غږولو سره په یوه وخت کې موټرونه پر سړکونو ودرېدل، خلک ترې راښکته شول او د درناوي لپاره د دوو دقیقو لپاره چپ پاتې شول.
په دې ورځ هر کال له اشویځ کمپ څخه ژغورل شوي خلک او د هغوی د کورنۍ غړي په پولنډ کې د دې کمپ مخې ته راټولېږي او په اشویځ کې د ۱،۱ ملیون وژل شویو انسانانو یاد ته درناوی کوي، خو دا دوهم پرلهپسې کال دی چې دا مراسم د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي په مقصد د اقداماتو په ترڅ کې په انلاین ډول ترسره کېږي.