د طالبانو خبرداري سره سره د افغانستان په ۵ ولایتونو کې لاریونونه وشول
د تاوتریخوالي او نیولو یو شمېر قضیې راپور شوي، مګر نور جزئیات نهدي خپاره شوي.
د اماج په نوم د یوې خبري شبکې لهخوا په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې وېډیو ښيي چې ښځینه لاریونوالې د ښځو حقونو ته درناوی او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي.
پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن دی، خو اسلاماباد دا تور ردوي.
یوه ورځ مخکې، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په مؤقت ډول په افغانستان کې لاریونونه بند کړل، ویېویل چې وېرهیې شته ځینې ډلې به لاریون کوونکو ته ګواښ پېښ کړي.