شمالي مقدونیه کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړل
اور د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې یوه مرکز کې تر چاودنې وروسته لګېدلی.
د شمالي مقدونیې صدراعظم زوران زاییو په خپل ټویټر لیکلي: "یوه خورا لویه تراژیدي ده. که څه هم اور مهار شوی، خو ګڼ کسانیې مړه کړي."
اور د شمالي مقدونیې په شمال ختیځ ښار تیتوو کې بېګا ناوخته ولګېد او څو ساعته وختیې ونیوه چې اور وژونکي وتوانېږي غلی یې کړي.