احمد ولي مسعود: ۲۱ ترهګرو ډلو د احمد شاه مسعود په قتل کې لاس درلود
د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، د ورور له قتل یې د دوو لسیزو له تېریدو وروسته هم تر اوسه پورې ددې پېښې د څرنګوالي په اړه دقیق معلومات نه شته.
خو د نوموړي په وینا د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ" یو ویشت ترهګرو ډلو " د احمد شاه مسعود په قتل کې لاس درلود. مطرح جهادي قومندان احمدشاه مسعود چې په نویېمه لسیزه کې یې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشري کوله د ۲۰۰۱ م کال د سیپټمبر په ۱۱ مه نیټه په هغه برید کې چې د القاعده شبکې له خوا پلان شوی و ووژل شو. په همدې کال کې د طالبانو د نظام تر نسکوریدو وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې مسعود ته د " ملي اتل " لقب ورکړل شو. خو شل کاله وروسته طالبان چې اوس بیا واک ته رسیدلي دي وايي، مسعود ملي اتل نه دی. د طالبانو د فرهنګي کیمټې یو غړي مولوي سردار احمد شکیب د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت د مسعود پلویانو ته درناوی لري خو مسعود د یو ملي اتل په توګه نه پیژني.
د احمد شاه مسعود له ورور احمد ولي مسعود سره د ازادي راډیو بشپړه مرکه دلته کتلئ شئ.
https://da.azadiradio.com/a/31452152.html