ترکیه: اروپا کې د غیر قانوني پناه غوښتونکو له بحران سره ارتباط نهلرو
په بهرني سیاست کې د ولسمشر لوی سلاکار ابراهیم کالین، پرون شنبه د هغو راپورونو په باب چې ګواکې ترکیه هم د بلاروس او اروپايي ټولنې پر پوله په کړکېچ کې فعال دخالت لري، عکسالعمل وښود.
هغه د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې وویل: "د بلاروس، پولنډ، لتوانیا او څو نورو اروپايي هېوادونو ترمنځ د غیر قانونکي پناه غوښتونکو وروستی بحران په واقعیت کې له ترکیې سره هېڅ تړاو نهلري. کله چې مو دغې ستونزې ته پام شو، د ترکیې هوايي شرکت د دې ستونزې د کمېدو لپاره سم د لاسه ځیني اقدامات وکړل چې بلاروس او له هغه ځایهیې نورو سیمو ته د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره لاس په کار شو."
ویل کېږي، د افغانانو په ګډون په زرګونو پناه غوښتونکي چې ډېری یې د منځني ختیځ دي، په الوتکو کې مېنسک ته تللي، اوس د بلاروس پر پوله هڅه کوي ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو له دې جملې پولنډ ته ورسوي، خو د دوی مخه نیول شوې ده او په بد وضعیت کې شپې سبا کوي.