په روسیه کې په یوه ورځ ۱،۲۴۱ کسان په کرونا ویروس مړه شوي
په اروپا کې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دومره زیاتې شوي چې د کرونا وبا له پیلهیې ساری نهو لیدل شوی.
په روسیه کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې کاري ډلې نن یکشنه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱،۲۴۱ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
په دې موده کې په کرونا ویروس ۳۹ زره ۲۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې بېساري ګڼل شوې دي.
په روسیه کې په ټوله کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۹ ملیونو اوښتي او څه باندې دوه لکه ۵۴ زره کسانیې له کبله مړه شوي دي.