د ایران یو جګپوړی دولتي پلاوی له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په پلاوي کې د څو وزارتونو معینان او استازي شامل دي او د طالبانو له مشرانو سره به پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.
ښاغلی وثیق زیاتوي: "د دوی د سفر موخه او هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او غښتلتیا او همداراز په دواړو هېوادونو کې د تجارتي او ترانزیټي ستونزو شریکول دي ترڅو افغان او ایراني تاجرانو ته سهولتونه اماده شي. همداراز د امنیتي مسایلو په اړه به هم خبرې وشي."
د نړۍ هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو د ایران، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو پلاوو کابل ته سفرونه کړي دي.
په روانه اوونۍ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اسلاماباد ته د سفر پر مهال د امریکا، پاکستان، روسیې او چین په ګډون د ترویکا پلس د غونډې په حاشیه کې ګډون وکړ.
د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم د ښو اړیکو د ټینګولو هڅه کوي.
د اکټوبر په ۳۰مه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف، د اکټوبر په ۷مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او په سپټمبر میاشت کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن الثاني چې هېواد یې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو کوربه و، په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره وکتل.
خو له دې ټولو ډيپلوماتیکو منډو ترړو څخه د طالبانو د حکومت هدف څه دی؟
د پخواني حکومت ډيپلوماته شکریه بارکزۍ وايي چې طالبان د نړیوال رسمیت او مشروعیت په هڅه کې دي، خو مېرمن بارکزۍ له ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې که طالب مشران په هېواد کې دننه له نړیوالو معیارونو سره سم عمل وکړي، نو هڅې یې ښايي نتیجه ورکړي.
اغلې بارکزۍ وايي: "که طالبان په کور دننه هغه شرایط برابر کړي چې د افغانستان خلکیې تمه لري او البته دا په نړۍ کې هم یو منل شوی پرنسیب دی چې هر نظام چې راځي باید کورنی مشروعیت ولري، نو کېدای شي چې د دوی کړنې، د دوی پالېسۍ او د دوی سیاست د رسمیت پېژندنې لپاره د دوی برخلیک روښانه کړي."
د افغانستان پرځېدلي حکومت چې متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو یې ملاتړ کاوه، له ایران او د سیمې له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لرلې، خو د طالبانو حکومت چې د زمري په ۲۴مه واک ته ورسېد تر ډېره له پاکستان، چین، روسیې او ایران سره نږدې دي، که څه هم د دوی اړیکې هومره نهدي تاودې شوي چې په نږدې راتلونکي کې به د کابل نوی حکومت په رسمیت وپېژني.