د اروپا ۳ هېوادونه: ایران سره خبرې مخ په ځوړ روانې دي
له بلې خوا تهران پر لویدیځو قدرتونو تور لګولی چې د ایران د ملامتۍ په خاطر یې یوه لوبه پیل کړې ده.
داسې ښکاري چې ویانا کې له پنځو پیاوړ هېوادونو بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې سره د ایران خبرې له دوو اونیو وروسته له خنډ سره مخامخ شوي دي.
دا خبرې له پنځه میاشتنۍ وقفې وروسته پیل شوي او امریکا په غیرمستقیم ډول ګډون په کې لري.
په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیر نیکلاس دې ریویري پرون په داسې حال کې چې د بریتانیا، فرانسې او جرمني ګډه اعلامیه یې لوستله وویل چې ایران د جوړ جاړي له بهېره په شا شوی او لویې غوښتنې یې مطرح کړي دي.
د ایران لوی مرکچي علي باقري وايي چې لویدېځ هېوادونه د عملي ډپلوماسۍ پرځای د ایران د ملامتولو لوبې ته مخه کړې ده.