اروپايي شورا: د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ ګټورې خبرې وشوې
ښاغلي مایکل له پرونیو خبرو وروسته وویل، دې درې اړخیزو مذاکراتو له څلورو ساعتونو زیات وخت ونیو او د نن تر سهار وختي پورې اوږده شول.
ښاغلي مایکل زیاته کړه چې د اذربایجان او ارمنستان تر منځ له پروسږنې جګړې وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو مشرانو د کړکېچ د مخنیوي پرلارو چارو او د ډپلوماسۍد پرمخ بیولو په اړه بحث وکړ.
د دې دوو هېوادونو ترمنځ د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر له شپږ اونیزې جګړې وروسته چې له شپږ نیم زرو زیات کسان په کې ووژل شول، د دواړو خواوو پوځي ځواکونو څو ځلي د ګډ سرحد په اوږدو کې نښتې سره وکړې.
د اروپايي شورا د اعلامیې له مخې علییف او پاشینیان موافقه کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو د ټاکلو او نښه کولو په اړه له پلان شوېو مذاکراتو مخکې د کړکېچ د کمولو لپاره نورو محسوسو ګامونو ته اړتیا شته.