کاناډا: په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره ژمن یو
اغلې جولي دا ژمنه پر ټویټر وروسته تر دې کړې چې دې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پر دې خبرې وکړې چې څرنګه دواړه هېوادونه د افغانانو ملاتړ کولای شي.
د ملګرو ملتو د بشري چارو د ادارې په وینا، تر دوه ویشت ملیونه ډېر کسان په افغانستان کې د خوراک له کمښت او تر اته نیم ملیونه ډېر له لوږي سره مخامخ دي.