کرکټ؛له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله سبا اسټرالیا سره مخ کېږي
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، له نولس کلنو کم عمره کرکټ د نړیوال جام په دوام، سبا د افغانستان ملي لوبډله د دغه جام د درېیم مقام د ګټلو لپاره له استرالیا سره لوبه کوي.
دا لوبه د افغانستان په وخت سبا پنځه نیمې بجې په وېست انډیز کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د جام په لومړي پړاو لوبو کې، د درېیو لوبو له ګټلو وروسته، په نیمه پایلوبه کې د ۱۵ مڼډو په توپیر د انګلستان په وړاندی ماته وخوړه او پای لوبې ته یې لار ونه مونده.
د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام پای لوبه به د فبروري میاشتی په پنځمه نېټه د انګلستان او هندوستان لوبډلو ترمنځ وشي.