په خوست کې ۱۹ کیلو چرسو او ورسره ۴ کسان نیول شوي
نن پنجشنبې د مارچ په ۱۰مه د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد مدیریت مدیر حاجي میر صادق خان ازادي راډیو ته وویل، له چرسو سربیره په مرکز کې یوه اندازه پوډر او شیشه هم نیول شوي دي.
نوموړي وویل، د دې نشه يي توکو په تور نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.
میرصادق خان زیاته کړه: " دغه کوم مواد مخدر چې تاسو يې وینئ، په جریان د لسو ورځو کې نیول شوي دي، ۱۹ کیلو چرس نیول شوي چې ۹ کیلو د ښار په وچه خوړه کې، ۵ کیلو په ځینې خېلو کې، ۴ کیلو په دوه منده کې او یو کیلو په علي شېرو کې، ۳۰ تبلیت کا، یو څه اندازه شیشه او پوډر په مرکز کې نیول شوي دي چې په تور يې څلور کسان هم نیول شوي دي."
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند مستغفر ګربز هم وايي، چې د امنیتي ځواکونو او کشفي ادارو د هڅو په پایله کې د جنايي جرمونو او نشه يي توکو د کاروبار ګراف ټیټ شوی دی.
نوموړي وویل: "د امنیتي ځواکونو هڅې ګړندۍ شوې دي، د جنايي جرمونو او د نشه يي توکو د کاروبار ګراف مخ په ښکته روان دی، موږ د خپلو ولسونو څخه دا غوښتنه ده، چې په هره برخه کې امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي. "
دا په داسې حال کې ده چې د خوست امنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا دوه اوونۍ مخکې هم ۵۸ کیلو نشه يي توکي، یو موټر او په تور يې ۳ کسان نیول شوي ول.