د اوکراین ولسمشر: د ماریوپول ښار د تیاتر له ودانۍ نږدې ۱۳۰ تنه وژغورل شول
د تور سمندرګي پر غاړه د ماریوپول ستراتېژیک ښار روسي ځواکونو محاصره کړی دی.
د ماریوپول ښاروال ودیم بایچینکو بيبيسي ته ویلي دي چې اوس د جګړې لمن د ښار ترمنځ رسېدلې ده.
مرستندویان وایي چې په ماریوپول کې شااوخوا درې نیم لکه کسان په وېره او ترهه کې شپې ورځې سبا کوي.
خو د نړیوالو د غوښتنو سربېره روسي ځواکونه د ماریوپول په ګډون د اوکراین پر ګڼو ښارونو له یوه سره خپلې درنې بمبارۍ ته ادامه ورکوي.