د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له امیر خان متقي سره لیدلي
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې دیبرا لاینز په دې کتنه کې د هغه راپور جزئیات له ښاغلي متقي سره شریک کړل چې په وروستیو کې یې د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی و.
متقي بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مأموریت د غځېدو په اړه وویل، هیلهمن دی چې د افغانستان لپاره به ښې پایلې ولري.
ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په افغانستان کې خپل مأموریت د یوه بل کال په مخه تمدید کړ.