يو اېن ډي پي له نړیوالې ټولنې وغوښتل له افغانستان خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
نوموړي دغه څرګندونې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه وویل، ملیونونه افغانان مرستې او پیوستون ته اړتیا لري او د طالبانو حکومت باید وضعیت ته متوجه وي.
ښاغلی شټاينر وايي: "زموږ لپاره د ملګرو ملتونو لپاره وخت اوس ډېر حساس دی او نړۍ باید د افغانستان اړتیاوې درک کړي، خو د افغانستان مشرتابه هم باید په دې پوه وي چې نړۍ په اسانۍ کولای شي نورو بحرانونو ته پام واړوي."
ښاغلي شټاینر ډاډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي او زیاتهیې کړه چې دغه پروګرام نهشي کولای د افغانستان له وګړو سره له مرستې ځان شاته کړي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په اوس وخت کې د افغانستان د وګړو نیمایي یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.