اوکراين: د روسيې په توغنديز بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي
د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې د دغه برید تصویرونه خپاره کړي دي.
په تصویرونو کې موټرونه لیدل کېږي چې د اور لمبې پکې بلې دي او اور وژونکي هڅه کوي چې په یوه ویجاړه شوې ودانۍ کې اور ووژني.
ويل شوي دي چې ښايي د تلفاتو شمېره تغير شي.