هرات کې طالبانو هغه کس نيولی چې خپله مور يې پلورلې
دې قوماندانۍ پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوي کس د دوو نورو کسانو په همکارۍ نکاح شوې ښځه پلورلې وه.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې نیول شویو کسانو پر خپلو تورونو اعتراف کړی دی.
د طالبانو له واک ته رسېدو او د بې روزګارۍ او لوږې له زیاتېدو وروسته په ځلونو د ماشومانو په تېره بیا د کم عمره نجونو د پلورلو خبرونه خپاره شوي خو دا لومړی ځل دی چې د یو چا له لوري د خپلې مور د پلورلو ادعا کېږي.