امريکا قطر ته د ميزايل ضد توغنديو د ورکولو احتمالي معامله تاييد کړې
پنټاګون اعلان کړی چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د یو میلیارد ډالرو په ارزښت قطر ته د میزایل ضد توغندیو د ورکولو احتمالي معامله تایید کړې.
پنټاګون په یوه بیان کې ویلي چې د دې معاملې د احتمال په اړه کانګرس ته خبر ورکړل شوی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال په جنوري میاشت کې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په کتنه کې دا هېواد له ناټو بهر د امریکا لوی متحد وباله او په دې ناآرامه سیمه کې یې قطر ته د ځانګړي ملګري موقف ورکړ.