د بشري حقونو مشر: ايران د اعدام په سزا خلک ويروي
ترک وویل، د هغو کسانو لپاره چې د خپلو اساسي حقونو لپاره غږ پورته کوي، په مظاهرو کې برخه اخلي یا یې تنظیموي، د یوې جینایي وسلې په توګه کار اخیستل، د دولت لهخوا له وژنو سره پرتله کېدای شي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایران پرون درې تنه نور معترضان هم په اعدام محکوم کړل چې په دې سره تر اوسه په ایران کې پر اعدام د محکوم شویو معترضانو شمېر اولسو ته ورسېد.