اوچا: افغانستان کې نږدې ۹مليون وګړي د زدهکړو برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري
اوچا پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کې درې ملیونه او یو لک کسانو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د زدهکړې لپاره یې څه باندې ۲۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا ویلي، په کورنیو ټولګیو کې د زدهکړې په دې بهیر کې نجونې هم شاملې دي.
اوچا په افغانستان کې د زدهکړې په برخه کې د ملیونونو کسانو د ملاتړ اړتیا داسې مهال په ګوته کوي چې طالبانو په دې هېواد کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړي او هم یې نجونې او ښځې د تېرې ډ سمبر له میاشتې راهیسې له پوهنتونونو راګرځولې دي.
په داسې حال کې چې د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته یوازې درې اوونۍ پاتې دي، طالبانو تر اوسه هیڅ داسې نښه نهده ښودلې چې ایا د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د ټولو نجونو او ښځو پر مخ بېرته پرانیزي او کنه؟