د بنګلهدېش کمعمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې افغانستان ته د ۲۳۲ منډو هدف ورکړ
دغه سیالي نن چهارشنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل شوې چې، د بنګلهدېش د منځنۍ کچې توپ وهونکو محمد صاحب او شیخ پروېز په ترتیب سره ۹۸ او ۴۸ منډې وکړې.
د افغانستان په توپ اچونکو کې بیا هم یما عرب ۴، فریدون داودزي ۲، فرهاد عثماني، جاوېد پکتین او ناصر حسین یوه - یوه وېکټ واخیسته.
د افغانستان تر نولسو کلونو کمعمره ځوانانو ته سلیمان عربزي او لوبډلمشر نعمان اغا د توپ وهنې پیل کړی دی، چې عربزی تر ۴منډو وروسته سوځېدلی دی.