افغانستان او پاکستان کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ ته پورته شو
د عبدالبصیر په نوم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی او څلور ماشومان یې دغې زلزله کې ټپیان او یوه درې مياشتنۍ ماشومه یې مړه شوې ده.
هغه ازادي راډیو ته وویل: "په وتو کې چې وو، یو دېوال را باندې وغورځېده. خپله هم زخمي یم، دوه مې لورانې زخمي دي او یو زوی مې زخمي دی، فامیل کې ټول زخمیان دي، یوه ماشوم خو مې ژوند له لاسه ورکړ."
د امریکا د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې مرکز د هندوکش غرونه یاد کړي دي.
افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسان د تېرې شپې زلزله کې ټپیان شوي هم دي، خو دا ارقام لا کره او وروستي نهدي.