روسيه په کریمیا کې د زیلینسکي د مېرمنې اولینا زیلینسکا اپارتمان لیلاموي
د ازادي راډیو د خبر څانګې د راپور له مخې، د کریمیا ټاپوزمه چې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، په یالتا تفریحي ښار کې د اولینا زیلنسکا اپارتمان څه باندې درویشت میلیونه روبله ارزښت لري چې څه باندې دوه سوه اووه څلویښت زره ډالر کېږي.
په کریمیا کې د روسیې له لورې د غوره شوي پارلمان مشر ولادیمیر کانستانتینوف نن وویل چې یو شمېر نورې شتمنۍ هم چې د هغو بهرنیانو مربوط دي چې د روسیې مخالفې هڅې کوي، هم پلورل کېږي.