د اوکراين د جګړې حساس کېدل؛ پوتين: پر اوکراين به بيا هم اوږد واټن توغندي کار شي
دا ادعا وروسته تر دې وشوه چې کییف او مسکو پهدې جګړه کې له نسبتا اوږده واټن توغنديو څخه استفاده وکړه.
د روسیې ولسمشر وایي چې، د روسیې د منځني واټن نوي بالستیک توغندي به بیا هم تجربه شي.
ولادیمیرپوتین زیاته کړه، دا توغندي چې د اټومي وسلو د لېږد توان هم لري، پهداسې شرایطو کې به هم تجربه شي چې جګړه روانه وي.
ولادیمرپوتین دا خبره پرون د روسیې له یوشمېر پوځي چارواکو او د نظامي صنعتي ادارو له مسوولینو سره د غونډې پرمهال وکړه او د دې توغندي د ځواک ستاینه یې وکړه.
نوموړي وويل: "اورشینیک توغندی یوازې د غږ تر سرعت تېزه موثره وسله نهده. دا وسله ځواکمنه ده خصوصا چې کله د اوږده واټن له نورو توغندیو سره چې روسیه یې هم لري، یوځای استعمالیږي. د دښمن پر تاسیساتو یې د استعمالېدو نتیجه له یوې ستراتېژيکي وسلې سره پرتله کېدای شي."
روسیې د اورشنیک توغندی د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د دنیپرو ښار په لور وویشت.
هغه وخت ولادیمیرپوتین په یوه وینا کې چې د تلوېزیون له لارې خپره شوه وویل، د منځني واټن اورشینیک توغندي برید د کییف له لورې د متحدایالاتو او بريتانیا د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د کارولو په غچ کې وشو.
پوتین زیاته کړه چې، د لوېدیځ دفاعي سیستم د دې نوي توغندي د شنډولو وړتیا نهلري.
امریکایي رسنیو د اوونۍ په پيل کې دا خبر ورکړ چې، د ولسمشر بایډن ادارې کییف ته شین څراغ ورکړ چې په هغو امریکایي توغندیو د روسیې پوځي تاسیسات ویشتلی شي چې اوکراین ته یې ورکړې دي.
واشنګتن وروسته تر دې کییف ته هایپرسونیک بالستیک ایمجيایم توغندیو د استعمالېدو اجازه ورکړه چې روسیې له اوکراین سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د شمالي کوریا تر یوولس زره ډېر پوځیان ځای پرځای کړل.
دا امریکایي توغندي په شاوخوا درې سوه کیلومترۍ کې خپل هدف ویشتلی شي او د توپان سیوري په نوم بریتانیايي توغندي تر دوه سوه پنځوس کیلومترو پورې واټن وهلی شي.
وروسته تر دې چې روسیې د غږ تر سرعت له تېز بالستیک توغندي څخه د اوکراین په جګړه کې استفاده وکړه، د پولنډ صدراعظم دانالد توسک وویل چې، د اوکراین جګړه پرېکنده پړاو ته داخلیږي او ډراماتیک اړخونه خپلوي.
بل لور ته ناټو پرېکړه وکړه چې روانه اوونۍ سهشنبې له اوکراین سره یوه بېړنۍ غونډه وکړي.