د ایران ولسمشر پاکستان ته تللی،دوه اړخیزې اړیکې او له امریکا سره د ایران نانندۍ د بحث وړ مسلې دي
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته سفر کړی دی.د ایران او پاکستان چارواکو ویلي چې پزشکیان به په دې دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړنی سفر دی.پاکستان پرون جمعه وویل، چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د نانندریو په کمولو کې رول ولوبوي.