لغمان چارواکي: قرغیو کې نږدې ۵۰ کېلو ګرامه تریاک ونیول شول
![لغمان چارواکي: قرغیو کې نږدې ۵۰ کېلو ګرامه تریاک ونیول شول](https://gdb.rferl.org/00583DD5-EA34-488D-A5DD-DA020A00824D_w800_h450.jpg)
د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، تېره شپه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګزمې پر مهال نږدې ۵۰ کېلو ګرامه تریاک ونیول شول.
د لغمان ولایت د رسنیو دفتر په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه تریاک د قرغیو ولسوالۍ په الیاسخېلو سیمه کې داسې مهال نیول شوي چې په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
اعلامیه وایي، د دې تریاکو انتقالوونکي له امنیتي ځواکونو سره تر وسلهوالې نښتې وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
ویل کېږي دغه تریاک د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ ته انتقالېدل.