ولسمشر اشرف غني د امریکا له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي
![ولسمشر اشرف غني د امریکا له مرستیال ولسمشر سره خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/20D56005-BF7F-4228-A09C-7116C39DD117_w800_h450.jpg)
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس سرهیې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ستراتېژۍ پر اغېزو خبرې کړې دي.
ښاغلي غني پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د سې شنبې په ورځ له مایک پنس سره د سیمې لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ سربېره په افغانستان کې د سولې پر بهیر او راتلونکو پارلماني انتخاباتو هم غږېدلی دی.
د ښاغلي غني په ټویټ کې وړاندې ویل شوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر په دې خبرو کې د افغانستان د حکومت او د دې هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو کال مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ادارې نوې ستراتېژي اعلان کړه چې پهکې د افغان حکومت او ځواکونو سره د مرستو پر دوام سربېره، د هغو هېوادونو په وړاندې پر اقداماتو ټینګار شوی و چې ترهګرې ډلې پهکې پناه ځایونه لري.