د روسیې په سن پټرزبورګ کې د اور لګېدو پېښې یو تن وژلی
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت وايي چې اور لومړی د دې مطبعې د څلور پوړېزې ودانۍ په دوهم پوړ کې ولګېد او وروسته درېیم پوړ ته وغځېد.
په پېښه کې د دې ودانۍ د دوهم پوړ چت رالوېدلی دی.
شاوخوا ۳۰ کسان د پېښې له ځایه ژغورل شوي دي. د دې اور لګېدو علت تراوسه نه دی روښانه شوی.