امریکایي ځواکونو په سومالیا د الشباب ډلې ۵۲ غړي وژلي
په افریقا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي چې دا برید یې په سومالیايي پوځيانو د الشباب ډلې د یوې لویې حملې په غچ کې کړی دی.
تر هواِيي برید وروسته په اخیستل شویو عکسونو کې ښکاري چې یوه لویه لارۍ سوځېدلې او د ګڼو کسانو مړي یې شااوخوا پراته دي.
د الشباب لسګونه غړي داسې وخت د امریکا په هوايي برید کې ووژل شول چې دې ډلې څلور ورځې مخکې د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې په یوه هوټل کې ۲۱ کسان په ډزو ووژل.
الشباب ډله چې له القاعده سره اړیکې لري، په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې د ترهګریزو فعالیتونو مسؤله بلل کېږي.