چارواکي: د لوګر د والي د موټرو پر کاروان وسله والو برید کړی
د لوګر د والي محمد انور اسحق زي د موټرو پر کاروان دغه برید نن سهار شااوخوا لس بجې د محمد اغې ولسوالۍ په سیمه کې شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې په دې برید کې والي ته زیان نه دی رسېدلی، خو یو شمېر ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو ویاند ویلي چې دا برید دوی کړی دی.