رستمي: په پنځو ولایتونو کې د پستې ۱۲۰ هکتاره ځنګلونه رغول شوي
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه اندازه ځمکه کې کښت شوی او له ۶۰ تر ۸۰ زرو پورې د پستې ونې به په کې وده وکړي.
د نوموړي په خبره، دا ځنګلونه په هرات، بادغیس، تخار، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې د ۲۴ وړو عایداتي پروژو له لارې ۲۴ کورنیو ته رغول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو لسو کلونو پورې به له دغو ځنګلونو ۲۱۰ مټریکه ټنه پسته تر لاسه شي.
د سرچینې په حواله، په کلني ډول په افغانستان کې ۳۰ زره مټریک ټنه پسته د خلکو له خوا راټولېږي چې له ۱۰۰۰ ټنو زیاته یې نورو هېوادونو ته صادرېږي.