په مالي کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو ۸ سرتېري وژل شوي
لوېدیځو خبري اژانسونو په سیمه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ماموریت د سرچینو په حواله ویلي چې وژل شوي (ن د چاد) سرتېري وو چې په دې ماموریت کې یې خدمت کاوه.
دغه پېښه نن د مالي په شمال ۲۰۰ کیلومټرۍ کې الجزایر پولې ته نږدې د کیدال سیمه کې شوې.
د ملګرو ملتونو د ماموریت یوه چارواکي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې دغه حمله هغو سخت دریځو وسله والو کړې چې له القاعده سره اړیکې لري.
وروسته له هغې چې اسلامي ملېشو د مالي شمالي برخه په ۲۰۱۲ کې ونیوه او په ۲۰۱۳ کې فرانسوي ځواکونو بېرته له سیمې په شا کړل، ملګرو ملتونو له ۱۳ زرو زیات سوله ساتي سرتېري په سیمه کې ځای پرځای کړي دي.