هرات کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب پای ته نهدی رسېدلی
دا ښوونکي اعتراض لري چې معاشونه يې لږ دي. دوی له پنجشنبې راهیسي تدریس درولی دی.
د افغانستان د ښوونکو لپاره د عدالت غوښتونکو د ټولنې استازي شهیر احمد احمدیار ازادي راډيو ته وويل چې د ښوونکو کاري اعتصاب تر نا ټاکل شوې مودې دوام لري.
دی وايي:
"د ښوونکو تر ټولو مهمه غوښتنه د معاش زیاتېدل دي. که یې معاشونه زيات نهشي، له اعتصابه به لاس وانهخلي. ښوونکي پرته له اعتصابه بله لاره نهلري."
ښاغلي احمديار ونه ویل چې په هرات کې د یوه ښوونکي معاش څومره دی؟
د هرات د ښوونې رئیس روح الله زاهد ژمنه کړې چې د ښوونکو غوښتنې به ومنل شي.
شاوخوا ۲۰ زره ښوونکي د هرات په ۱۳۰۰ ښوونځیو کې خپلو دندو ته نه ځي.