شمالي مقدونیې د يوې لارۍ پر سر ۸ عراقي پناه غوښتونکي موندلي
دا اته سړي هغه مهال چارواکو ته پهلاس ورغلي چې د یکشنبې په ورځ یې پر تابانوفڅې پوله څار کاوه.
د شمالي مقدونیه د کورنیو چارو وزارت په وينا دې لارۍ د بلغاریه پلیټ درلود.
پولیسو ويلي چې د لارۍ چلوونکی يې نيولی او پناه غوښتونکي يې یوه کمپ ته انتقال کړي دي.
دغه کسان په غیرقانوني توګه له یونانه شمالي مقدونیه ته ننوتلي او غوښتل يې د صربيا له لارې اروپايي ټولنې هېوادونو ته لاړ شي.
له منځني ختيځ او شمالي اسيايي هېوادونو څخه ګڼ پناه غوښتونکي د بالکان له لارې اروپايي اتحاديې هېوادونو ته د ننوتلو هڅې کوي.