د اتريش د ازادۍ ګوند وزیران به ائتلافي حکومت کې له دندو ګوښه شي
پهدې هېواد کې تېره اوونۍ وروسته له هغه سیاسي بحران رامنځته شو چې یوه ويډيو چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جوړه شوې وه، خپره شوه او ښکاروي د ازادۍ ګوند مشر هاينز کريستيان ستارچ «Heinz-Christian Strache» یوه روسي وګړي ته د سياسي مالي مرستو په بدل کې قراداد وړانديز کوي.
ستارچ د مرستيال صدراعظم له دندې ګوښه شو.
صدراعظم سباستيان کورز «Sebastian Kurz» د دوشنبې په ورځ له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کورنيو چارو وزیر هربیرت کيکل «Herbert Kickl» دې له خپلې دندې ګوښه کړي.
ده وویل چې د ازادۍ ګوند دا وزير د هغو تحقیقاتو مخې ته خنډونه جوړوي چې د دې قضيې په تړاو کېږي.
دې ګوند په غبرګون کې خپلو ټولو وزیرانو ته له حکومته د وتلو امر وکړ.
په نتيجه کې صدراعظم کورز د بهرنیو چارو وزير، دفاع وزیر، د کارګرو وزير او تأسيساتو وزيران نه لري.
ولسمشر الکساندر وان در بیلين «Alexander van der Bellen» په سېپټمبر کې د تر وخت مخکې انتخاباتو غوښتنه وکړه.
دا ويډیو چې د مې په ۱۷مه نېټه جرمني رسنیو خپره کړه، ښکاروي چې يوه روسۍ ښځه خپل ځان د یوه روسي سوداګر د وريرې په توګه معرفي کوي.
د معلوماتو له مخې دا پېښه د ۲۰۱۷میلادي کال په جولای کې د برازیل په ايبيزا کې شوې وه.
دا هغه وخت وو چې انتخاباتو ته درې مياشتې پاتې وې او په نتيجه کې يې د ازادۍ ګوند له حکومت سره ائتلاف رامنځته کړ او ستارچ د صدراعظم مرستيال شو.