بدخشان کې د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان له ۱۰ سرتېرو سره ووژل شو
د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني، نن ازادي راډیو ته وویل دا چاودنه تېره شپه یوه بجه شوې ده.
ښاغلی روحاني زیاتوي: "له بده مرغه قوماندان مزاري چې په خاش ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو سرګروپ و، غوښتلیې د همکارو پولیسو مرستې ته ورشي چې په لاره کې پرې ايښودل شوی ماین چاودلی دی. خپله او ۱۰ تنه ملګري سرتېري یې وژل شوي دي."
د بدخشان د پولیسو ویاند زیاته کړې چې د طالبانو سره د حکومتي ځواکونو په نښته کې، د خاش لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي حمیدالله هم له خپلو دوو همکارانو سره وژل شوی دی.
د بدخشان د پولیسو په وینا اوس سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې او طالبان په شا شوي دي.
وسلهوالو طالبانو لا په دې اړه تبصره نهده کړې.