د افریقا په شمال کې د القاعدې مشر ووژل شو
مېرمن پارلي پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې د فرانسې پوځي ځواکونو د خپلو متحدانو په ملاتړ په اسلامي مغرب کې د القاعده امیر عبدالملک دروکدل او د هغه څو تنه نږدې ملګري د مالي په شمال کې وژلي دي.
دروکدل چې په الجزایر کې زېږېدلی و د توارېګ توکمو وسلهوالو جهادي ډلو په هغو عملیاتو کې ګډون درلود چې د مالي شمال له درېیو دوه برخې یې ونیولې چې وروسته بیا د فرانسې پوځ مداخله وکړه او دا وسلهوال یې په ۲۰۱۳ کال کې له سیمې وایستل.
خو دا وسلهوال وروسته بیا سره یوځای شول او د خپل نفوذ ساحهیې بیا پراخه کړه.
د اسلامي مغرب القاعده د مالي په شمال او همداراز په نایجر، موریتانیا او الجزایر کې فعالیت کوي.