'د ایران له لوري غني شوي یورانیم له ټاکلې اندازې اته ځلې زیاته ده'
دې ادارې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د مې میاشتې له ۲۰مې نېټې راهیسې په ټیټه کچه د ایران د غني شویو یورانیمو کچه ۱،۵۷۱ اعشاریه ۶ کیلوګرامو ته رسېږي چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې له ټاکلې اندازې څخه اته ځلې زیاته ده.
په دې موافقه کې ایران منلې وه چې د نړیوالو بندیزونو د نرمولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه محدودوي، خو امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووتله او پر دې هېواد یې بیا بندیزونه ولګول.
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه جلا راپور کې، له دې کبله چې تهران خپلو دوو اټمي تأسیساتو ته د نړیوالو مفتشانو ورتګ ته اجازه نهده ورکړې اندېښنه ښودلې ده.
دا هغه ساحې دي چې د اټمي انرژۍ نړیواله اداره وايي ایران ښايي هلته هغه اټمي مواد زېرمه کړي وي چې نړیوالو څارونکو تهیې اعلان کړي نهدي.