کندهار کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړل
د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې پېښه پرون ماسپښین د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو او په نتیجه کې له پنځو سورلیو درې تنه چې یو ماشوم هم پهکې و، ټپیان شول.
په خبرپاڼه کې دا یادونه نهده شوې چې دا ماین کومې ډلې ایښی و، خو ویل شوي دي چې په کندهار کې په تېرو درې ورځو کې دا د سړک د غاړې ماین د چاودنې درېیمه پېښه ده او قربانیانیې ټول عام وګړي دي.
طالبانو هم د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.