سعودي د خپلو پوځي تولیداتو پراختیا لپاره ۲۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي د پوځي صنعتونو د ادارې رئيس احمد بن عبدالعزیز العوهلي وايي، حکومتیې غواړي چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د خپلې کلنۍ پوځي بودجې په سلو کې ۵۰ پر کورنیو پوځي تولیداتو ولګوي.
سعودي چارواکو په وروستیو کلونو کې له نورو هېوادونو په تېره بیا متحده ایالاتو سره د وسلو د رانیولو لوی قراردادونه لاسلیک کړي دي.
په دغو قراردادونو کې یو هم له بوینګ کمپنۍ سره د جنګي الوتکو په اړه دی چې ارزښتیې ۱۰ میلیارده او ۴۵۰ ملیون ډالرو ته رسېږي.