پاکستان له ایران سره پر ۴۰ سلنه پوله د ازغن سیم او کټارې لګول بشپړ کړل
شېخ رشید احمد پرون (شنبه) وویل، د راتلونکي کال تر ژمي پورې به له ایران سره د پاکستان په ټوله پوله کې ازغن سیم تېر شي.
پاکستان د روان لمریز کال په پسرلي کې د ایران په پوله کې د ازغن سیم د نصبولو کار پیل کړ.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې له ایرانه پرته له افغانستانه سرهیې هم پر ډیورند کرښه تر ډېره ازغن سیم لګولی دی.