عبدالله او بلېنکن په افغانستان کې د امریکا د تګلارې پر بیا کتنې بحث وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نېډ پرایس ویلي، په دغو پرونیو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تګلارې د بیا کتنې په اړه بحث وشو.
د پرایس په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې له یوه پیاوړي سیاسي جوړجاړي او دایمي هر اړخیز اوربند نه ملاتړ څرګند کړ.
د دغو خبرو نور جزئیات تر اوسه نهدي خپاره شوي او دا هم نهدي ویل شوي چې دواړو لورو، د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه څه ویلي دي.
بلېنکن د هغو امریکایي چارواکو له ډلې دی چې د دوحې تړون د بیا ارزونې غوښتنهیې کړې ده.