زلنسکي له پوتین سره پر ځینو اړیکې لرونکو کسانو د بندیزونو فرمان لاسلیک کړ
دا فرمان پرون شنبه د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي لهخوا یوه ورځ وروسته تر دې لاسلیک شو چې د اوکراین د ملي امنیت شورا په اتو کسانو او ۱۹ شرکتونو بندیزونه ولګول.
ځیني دغه کسان د روسیې اتباع دي.
په کیف کې د امریکا سفارت ویلي، د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په برخه کې د اوکراین له هڅو ملاتړ کوي.
په هغو کسانو کې چې بندیز پرې لګېدلی ویکتور مدودچوک (Viktor Medvedchuk) او مېرمنیې هم شامل دي.
په راپورونو کې راغلي، مدودچوک د هغې پروژې کنټرول په لاس کې لري چې په یوه نللیکه کې د روسیې نفتي مواد اروپا ته انتقالوي.
ویکتور مدودچوک پرون دغه بندیزونه ناقانونه وبلل.