کابل ښار کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور ټپیان دي
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نږدې په یوه رنجر موټر باندې شوې ده.
د فرامرز په خبره د رنجر چلوونکی او یو بل ماشوم وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي.
کابل کې تېره ورځ هم لږ تر لږه د څلورو ماین چاودنو راپور ورکړل شو چې پهکې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.
که څه هم څوک د دې ماین چاودنو مسؤلیت په غاړه نهاخلي، خو افغان حکومت وايي چې د طالبانو وسلهوال په تېره بیا حقاني شبکه په ښارونو کې مقناطیسي ماین چاودنې ترسره کوي.